هغه غرفې چې غیرقانوني فعالیت درلود راټولې شولې!
د لومړۍ مکروریانونو په سیمه کې هغه غرفې,کپې اوکراچۍ گانې چې غیرقانوني اوپه خپلسري ډول د اوږدې مودې راهیسې یې فعالیت درلود را ټولې شوې .غرفې ، کپې او کراچۍ ګانې چې معززو اوسېدونکو ته يې ستونزې رامنځته کړې وې د مکروریانو ساتنې او څارنې امارتی شرکت دتخنیکي او عملیاتي ریاست د ۱-۲ ساتنې او څارنې آمریت له خوا راټولې شوې چې سیمه بیرته خپل اصلي حالت ته بدله شوه.