د مکروریانو د ساتنې او څارني دولتي شرکت کې دڅو تنو کارمندانو تبدیلي!

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۲:۱
نشرات

د مکروریانو د ساتنې او څارني دولتي شرکت د آمرینو معرفي  په مشابه بستونو کي د پیژندنی په موخه غونډه ترسره سو.

په دي غونډه کی د مکروریانو د ساتنې او څارني دولتي شرکت رئیس محترم مولوي عبدالله مسلم او همدارنګه د دغه ریاست  مرستیالانو برخه اخیستې وه . غونډه د قران عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل سوه..

ورپسې د عوايدو راټولولو آمر دوست محمد نصرت د مالي او اداري آمر په توګه، محترم یحیی ترین د مالي او اداري آمر د پلان او ارزونې د آمر په توګه او محترم رحمت الله شاهين د پلان او ارزونې  آمرد عوایدو راټولولو آمر په توګه معرفي سول.

 د مکروریانو د ساتنې او څارنی دولتی شرکت رئیس محترم مولوي عبدالله مسلم د نویو بدلونونو په اړه وویل: د دې لپاره چې مشتریانو ته ښه او پروخت  خدمات وړاندې سي او د شرکت ورځنۍ چارې په ښه توګه پرمخ بوزي، دا اړینه ده چې بدلون ومومي. خو دا بدلون په دې معنی نه دی چې کوم مدیریا آمر په خپل کار کې ستونزې لري، دا په دې معنی ده چې په هره څانګه کې هر کارکوونکی باید تجربه ترلاسه کړي او د الله سبحانه وتعالی څخه مرسته وغواړو  او د یو بل په همکاري سره خپل را سپارل سوې دندې په سمه توګه سرته کړواود افغانستان اسلامي امارت او خپل دردېدلي ولس لپاره کار وکړو. تر څو هیواد مو د پرمختګ او خودکفایۍ څخه برخمن سي  .

غونډه په دعا سره پای ته ورسیده

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۰:۲۴
Background image

د لومړي مکروریانونو په ساحه کې د څښاک اوبو یوه حلقه څاه کیندلو کار بشپړ او د اوبو رسولو سیستم سره وصل شو!

د مکروریانونو ساتنې اوڅارنې امارتی شرکت مشرتابه پلاوي د هدایت پر بنسټ د څښاک د اوبو د کمښت د ستونزو د حل په موخه د څښاک اوبو د اوو (۷) څاګانو کیندل پیل کړي، چې د هغو له جملې یې دیوې څاه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د څلورم مکروریان دمرکزګرمی داشونه دذغالی کولو آفر گشایی جلسه ترسره شوه!

داچې څه وخت وړاندې د تدارکاتو له قانون سره سم د مکروریانونو دساتنې او څارنې امارتي شرکت د څلورم مکروریان دمرکزګرمی داشونه دذغالی کولو پروسه دد اوطلبۍ په موخه دشرکت له رسمی ویب سایت x (د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۹:۳۱
Background image

د څلورم مکروریانونو د لس پوړیزه بلاکونو اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې او هغوی ته د لا غوره چوپړتیاوو تر وړاندې کولو په موخه ناسته ترسره او د ګډې همکارۍ هوګړه لیک لاسلیک شو!

 غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
یاده غونډه د مکرویانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت استازو او د لس پوړیزو بلاکونو د سپین ږیرو او مخورو تر منځ نن. . .

BACK TO NEWS