دسید میرجان آغا جامع جومات د خلکو شورا کړنې وستایل شوې !
څه موده وړاندې دسید میرجان آغا جامع جومات د خلکو شورا چې د,138 بلاک د پیاده روپه بیا رغونه کې یې برخه اخستې وه د مکروریانونو دساتني او څارني دولتې شرکت د رهبري هیئت لخوا وستایل شول.
ښاغلی مولوی عبدالله مسلم د شرکت رئیس د وکیلانو همکاري وستایله او وې ویل چې د مکروریانونو ساتنې او څارنې دولتي شرکت رهبري هیئت خپلې هڅې کوي چی ښه او پروخت خدمات اوسیدونکې ته ورانډي کړي چې د یادې چارې په ترسره کولو کې د خلکو همکاري هم اړینه ده.