د الکترونیکي حکومتدارۍ په لور
د مکروریانونو د ساتني او څارني دولتې شرکت اداري معلوماتي سیسټم (MRMC-MIS) به ډیر ژر فعال شي!
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت ترمنځ د بشبړ او جامع معلوماتي سیستم (MRMC-MIS) د جوړولو تفاهم لیک لاسلیک شو. چي ددغه سیستم په پلي کولو سره به په چارو کې د روڼتیا، اسانتیا رامنځته کولو ترڅنګ د د معلوماتو خوندیتوب ، په کم وخت کې کارونه په ډیر دقت ترسه کول ، د راپور ورکولو آسانتیا او د شرکت د کاري بهیر د ښه کیدو آسانیتا وي رامنځته شي.
د یادولو وړ ده چې د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت رهبري هیئت تل هڅه کړې او کوي چې ددي شرکت کاري ظرفیت لوړ کړي او د دغه شرکت اداري سیستم په الکترونیکي بڼه بدل کړي. د یادولو وړ ده چې د دې شرکت د حاضرۍ سیستم لا پخوا له کاغذي بڼې څخه الکترونیکي سیسټم ته بدل شوی دی .