د مکروریانونو معلموماتي سیستم (MRMC-MIS) روزنیز سیمینار دایر شو !
یاد سیمینار چې د معلوماتي ټکنالوجۍ خدمتونو آمریت لخوا په لار اچول شوی وو د ملکیتونو او انساني سرچینو امریت اړوند کارکوونکو ته د سیستم بشپړې کارونې او ګتې اخیستنې عملی لارې چارې ور وښودل شوې .
د یادولو وړده چې د مکروریانونو سانې او څارنې دولتي شرکت به ډېر ژر د یو بشپړ الیکټرونیکي معلوماتي سیسټم پلي کول بشپړ کړي .