د شل (20) بابه دکانونه د آفر گشایی جلسه ترسره شوه!
داچې څه وخت وړاندې د تدارکاتو له قانون سره سم د مکروریانونو دساتنې او څارنې امارتي شرکت شل (۲۰) دکانونه دآزادې داوطلبۍ په موخه دشرکت له رسمی ویب سایت x (دتویتر) صفحې, دفیسبوک صفحې, او د امارتي شرکتونو لوي ریاست د رسمي ویب سایت له لاري اعلان ته سپارل شوې وې چي په ۱۱/ شعبان /۱۴۴۵ هـ ق نېټه د امارتي شرکتونو درهبری پلاوي نماینده او د مکروریانونو دساتنې او څارنې امارتي شرکت دآفر گشایي ټاکل شوي هیئت تر څارني لاندې د داوطلبۍ آفرگشایي بهیر دمکروریانونو دساتني او څارني امارتي شرکت دکنفرانسو په تالار کی ترسره شو.