د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت مشرتابه پلاوي د پلټنې عالي ادارې پلاوي سره پای غونډه تر سره کړه !
له دې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د پلټنې عالي ادارې پلاوي د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت د ورځنيو چارو د بیا کتنې په موخه دغې ادارې ته ور وپیژندل شوی وو. چې ددې ادارې د کارونو له ارزونې څخه وروسته د 15/شعبان/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه یې پای غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت رئیس محترم مولوي عبدالله مسلم، محترمو مرستیالان یو شمیر آمرین او دپلټنې عالي ادارې د امارتي شرکتونو رئیس محترم حمیدالله فقیري, مولوي صمیم صدیقی او ورسره مل پلاوي ګډون کړی وو.
لومړی ښاغلی حمیدالله فقیری د تفتیش پروسې په بشپړولو کې د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت له همکارۍ څخه مننه وکړه او د پلټنې بورډ د موندنو د مسودې راپور یوه کاپي یې د بیاکتنې لپاره له مسؤلینو سره شریکه کړه.
په آخر کې محترم مولوي عبدالله مسلم د دپلټنې عالي ادارې د موظف هیئت څخه مننه وکړه او د موندنو او سفارشونو په تطبیق کې یې د همکارۍ ژمنه ورکړه.