د څلورم مکروریانونو د لس پوړیزه بلاکونو اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې او هغوی ته د لا غوره چوپړتیاوو تر وړاندې کولو په موخه ناسته ترسره او د ګډې همکارۍ هوګړه لیک لاسلیک شو!

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۹:۳۱
media

 غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
یاده غونډه د مکرویانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت استازو او د لس پوړیزو بلاکونو د سپین ږیرو او مخورو تر منځ نن پنجشنبه د 1403 مالي کال د وږي میاشتي په  ۲۹مه نېټه تر سره شوه.
په یاده ناسته کې د هغو ستونزو د حل په موخه خبرې وشوې چې د لس پوړیزو بلاکونو اوسیدونکې له کلونو را هیسي ور سره مخامخ و او د حل په موخه یې عملي ګام نه و اخیستل شوی.
همدا راز ستونزو ته  پر وخت د رسیدني په پار یو هوکړه لیک هم لاسلیک شو چې یو څپر کی او (9) مادي لري چې د دواړو اړخونو مسئولیتونه په واضح او روښانه ډول پکي ذکر شوي دي او دواړه لوري یې ځانونه په عملي کولو مسئول ګڼې.
په پای کې د لس پوړیزو بلاکونو سپین ږیرو او مخورو د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت له یادې کړنې څخه خوښي څرګنده کړه او په یاده برخه کې یې  د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
غونډه د خیر په دعایې سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۱:۳۹
Background image

د شرکت سوداګریز رئیس د لومړی مکروریان په سیمه کې د درېیو فوټسال میدانونو د جوړولو د پروسې څخه لیدنه وکړه!

د شرکت سوداګریز رئیس د لومړی مکروریان  په سیمه کې د درېیو فوټسال میدانونو د جوړولو د پروسې څخه لیدنه وکړه دا لیدنه د پروژې پرمختګ د څارنې او د جوړولو کیفیت د ارزونې په موخه ترسره شوه.

. . .
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۰:۵۴
Background image

د شرکت د سوداګرۍ رئیس د لومړی مکروریانونو فوټبال میدان د بیارغونې پروسې څخه لیدنه وکړه!

 دلومړی مکروریانونو ورزشي میدان چې په 7602 متر مربع ځمکه باندې  د خصوصي سکتور د پانګونې په ملتیا یې د رغونې چارې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت روانې  دي .

د لومړی مکروریانونو فوټبال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

د پنځلس (۱۵) باب دوکانونو د قرعه‌کشۍ رسمي غونډه په بریالیتوب سره ترسره شوه!

hacklink panel hacklink al seo paneli iqos manga oku

کابل – ۹ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش: د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت له لوري د پنځلس (۱۵) باب دوکانونو د. . .

BACK TO NEWS