د تخینکي او عملیاتي معاونیت انجنیرانو ته د GIS او Water GEMS روزنیز پروګرام پیل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۱ - ۹:۴۸
روزنیز پروګرام

د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت اړوند د تخنیکي او عملیاتي معاونیت شاوخوا ۲۰ انجنیرانو ته د انجنیرۍ د برخې اړوند د GIS روزنیز پروګرام پیل شو.
د یاد پروګرام په لومړي ورځ د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت تخنیکي او عملیاتي مرستیال انجنیر مجاهد انصار وویل، چې یاد روزنیز پروګرام به شاوخوا دوه اوونۍ دوام وکړي او دا ټرېننګ به انجنیرانو ته دا وړتیا ورکړي، چې خپل ورځني چارې په ښه توګه سر ته ورسوي.

د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت په پام کې لري، چې د خپلو کارمندانو د ظرفیت لوړونې لپاره ورته نور مهم روزنیز پروګرامونه هم چمتو او پیل کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۰:۲۴
Background image

د لومړي مکروریانونو په ساحه کې د څښاک اوبو یوه حلقه څاه کیندلو کار بشپړ او د اوبو رسولو سیستم سره وصل شو!

د مکروریانونو ساتنې اوڅارنې امارتی شرکت مشرتابه پلاوي د هدایت پر بنسټ د څښاک د اوبو د کمښت د ستونزو د حل په موخه د څښاک اوبو د اوو (۷) څاګانو کیندل پیل کړي، چې د هغو له جملې یې دیوې څاه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د څلورم مکروریان دمرکزګرمی داشونه دذغالی کولو آفر گشایی جلسه ترسره شوه!

داچې څه وخت وړاندې د تدارکاتو له قانون سره سم د مکروریانونو دساتنې او څارنې امارتي شرکت د څلورم مکروریان دمرکزګرمی داشونه دذغالی کولو پروسه دد اوطلبۍ په موخه دشرکت له رسمی ویب سایت x (د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۹:۳۱
Background image

د څلورم مکروریانونو د لس پوړیزه بلاکونو اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې او هغوی ته د لا غوره چوپړتیاوو تر وړاندې کولو په موخه ناسته ترسره او د ګډې همکارۍ هوګړه لیک لاسلیک شو!

 غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
یاده غونډه د مکرویانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت استازو او د لس پوړیزو بلاکونو د سپین ږیرو او مخورو تر منځ نن. . .

BACK TO NEWS